کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ کاروونکې په ورځني ډول څومره پیغامونه لېږي؟

د وټساپ کاروونکې په ورځني ډول څومره پیغامونه لېږي؟

د پیغام لېږنې یا پیغام رسونې لپاره استعمالېدونکې د موبایل اپلیکیشن یا پروګرام وټساپ د خپلو کاروونکو شمېر خپور کړی دی. د فیسبوک له ملکیت لاندې د موبایل پروګرام یا اپلیکیش لخوا د دولسمې کلېزې په ویاړ وټساپ د کاروونکو شمېر خپور کړی دی.

د وټساپ له لوري په خپوره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوسمهال ذکر شوی اپلیکیشن دوه میلیارده کاروونکې لري او هره میاشت په دې اپلیکیشن کې سل میلیارده پیغامونه لېږل کېږي، دغه راز په ورځني ډول ترې تر یو میلیارده پورې غږېز او ویډیویي زنګونه وهل کېږي.

 

 

نوموړي شرکت د خپلو کاروونکو د باور ساتنې لپاره ویلي، چې دوی د خپلو کاروونکو راز له ځان سره ساتي او تل به پرې عمل کوي او په ټویټر یې د خپرې شوې اعلامیې له مخې کاروونکو ته د دولسمې کلیزې مبارکي ورکړې.

یاده دې چې وټساپ د روان کال په پیل کې اختلافي اصول وړاندې کړي ول، چې بیا د کاروونکو لخوا د نېوکو سره مخ شول او پرځای یې د پیغام لېږنې د نورو اپلیکیشنونو استعمال پیل شو، چې بیا وټساپ خپل اصول رد کړل، خو اوسمهال یې بیا د خپلو اصولو د جاري ساتلو اعلان کړی او ویلي یې که چېرته یې کاروونکې د میي تر پنځلسمې اصول ونه مني، نو اکونټ به یې بند شي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …