کورپاڼه / روغتيا / د خوړو پخولو ویډیوګانې کتل زیانمن تمامېږي

د خوړو پخولو ویډیوګانې کتل زیانمن تمامېږي

ټولنیزو رسنیو په مختلفو سایټو د خوندورو خوړو د پخولو ویډیوګانې کتل یا د خوړو پخولو په اړه راپورونه کتل یوه عامه خبره ده، خو اوسمهال معلومه شوې چې دا ډول ویډیوګانې کتل زیانمن تمامېږي.

په انګلیستان کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل شوي، چې د خوړو پخولو ویډیوګانې کتل اشتها یا لوږه ډېروي، چې بیا ډېر خوراک کوو او د چاغښت سبب مو ګرځي. څېړونکې وایي چې توپیر نه لري چې موږ له ویډیو څه شی زده کوو او که یې نه زده کوو، خو په عمومي ډول مو لوږه ډېروي.

ویل کېږي چې د څېړنې پرمهال یې مختلف کسان په دریو ګروپونو ویشلي ول، چې یوې ډلې ته یې د خوړو د ویډیوګانې د کتلو وویل، بلې ډلې ته یې د پخولو او دریمې ډلې ته یې بیا د خوړلو وویل.

چې بیا په پایله کې ویډیو کتوونکو کسانو د نورو په پرتله څوارلس برابره ډېره وخوړه، تیاروونکو کې بیا دغه کچه یوولس سلنه وه او ترټولو کمه بیا هغه کسانو وخوړه چې په عادي ډول یې خوراک کاوه، چې له دې څېړونکو پایله ترلاسه کړه، هغه کسان چې خپل وزن کمول غواړي، نو له خوراک دمخه دې یو داسې کار ترسره کړي چې اشتها یې کمه کړي.

دوی زیاتوي چې د خوړو تیاروونکی شخص ټول حسونه هغوی دې ته تیاروي ترڅو ډېر خوراک وکړي. څېړونکو لارښوونه کړې چې د بازاري توکو پرځای که چېرته د صحت مندو خوړو ویډیوګانې وکتل شي، نو بیا ګټور تمامېدلی شي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …