کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد اميرخېل د ملي امنيتي ځواکونو په وياړ ترانه وړاندې کوي
جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل د ملي امنيتي ځواکونو په وياړ ترانه وړاندې کوي

د کب په ٩مه نېټه د ملي امنيتي ځواکونو ورځ ده، چې په دې لړ کې د هېواد مشهور او نوميالي سندرغاړي جاوېد اميرخېل هم د دوى په وياړ يوه ځانګړې ترانه وړاندې کوي.

جاوېد اميرخېل چې د هېواد له مشهورو سندرغاړو څخه دى او ډېرى سندرې يې د هېوادنۍ مينې ستر پېغام له ځان سره لري، اوس تازه وايي چې د ملي امنيتي ځواکونو په وياړ به هم يوه ترانه وړاندې کړي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى، چې د ملي اردو په لباس کې اخيستل شوى يو خپل عکس يې هم خپور کړى دى او ځينې شعرونه يې هم ورسره ليکلي دي.

چې په تشو لاسو زغلي د مرګ جنګ ته

دا زمونږه د وطن د زمرو نيز دى

لکه مست نهنګ په غير ورځي څپو ته

که هر څو د طوفانونو بهير تېز دى


جاوېد اميرخېل د پورته شعرونو ليکلو سره سم سرتېرو ته د دې ورځې مبارکي هم ورکړې ده او دا يې هم ليکلي دي چې د کب په ٩مه نېټه به د ملي امنيتي ځواکونو په وياړ د عبرت دهليز ترانه وړاندې کړي.

جاوېد اميرخېل دوه ساعته وړاندې په خپله فېسبوکپاڼه کې دا پوسټ کړى دى، چې تراوسه پورې ١١ زره کسانو د هغه پوسټ خوښ کړى دى او تر زرو زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

په تبصرو کې د هغه ډېرى مينه والو د نوموړي دا کار ستايلى دى او د نېکو هيلو څرګندونه يې ورته کړې ده او همدا راز ورته يې ليکلي دي چې دوى يې ترانې ته په تمه دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …