کورپاڼه / جالب / په برازیل کې دوو (۱۹) کلنو غبرګونو خویندو خپل جنسیت بدل کړ او هلکان شول

په برازیل کې دوو (۱۹) کلنو غبرګونو خویندو خپل جنسیت بدل کړ او هلکان شول

په برازیل کې دوو نوولس کلنو خویندو خپل جنسیت ته تغیر ورکړ او غبرګوني ورونه شول.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې یوه انجلۍ مایلا فویبی ډي رینزډی او بله یې بیا صوفیه ایلبوکویرک نومېږي او د برازیل په جنوب کې د بلیومیناو د سیمې اوسېدونکې دي او د روان میاشت د همدې میاشت په ۱۳ او ۱۴ نیټه یې د جنسیت د بدلون لپاره عملیات ترسره شول، چې د دواړو عملیات بریالي ول او له انجونو څخه هلکان شول.

د عملیاتو او د لومړي ځل حمام کولو وروسته مایلا او صوفیه وایي، چې د دوی دا نوې پېژندنه یو جادو دی.

دوی وایې، چې له ماشومتوبه یې تر اوسه پورې هر کار په شریکه یا ګډه سره ترسره کړی، چې په همدې لړ کې یې د جنسیت د بدلون لپاره هم د یوځای عملیاتو پرېکړه کړې وه.

راپورونه وایي، چې مایله او صوفیه د نړۍ لومړنۍ جنسیت بدلوونکې دي، چې هم غبرګونې دي او هم یې په یوځای سره د جنسیت د بدلون لپاره عملیات ترسره شول، چې بریالي هم ول.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …