له تېرو پنځو کلونو راهیسې د استرالیا په ځنګلونو یو پسه داسې جالب شکل غوره کړی، چې په لومړي نظر داسې بریښي لکه یو نوی مخلوق چې وینو.
د استرالیا په دښتو کې د یو ګرځېدونکې پسه څخه پنځه کاله وروسته پنځه دیرش (۳۵) کیلو ګرامه وړۍ لېرې شوي. د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پسه (باراک) نومېږی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې چې نه و صفا شوی، خاورې او ګردونه ور پورې نښتي ول ځکه چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورک و.
VIDEO: A wild sheep found wandering the wilderness of the Australian bush has been sheared of a huge 35-kilogram (77-pound) coat after an estimated five years of unchecked growth pic.twitter.com/21PV1qSTWs
— AFP News Agency (@AFP) February 25, 2021
ویل کېږي چې دغه پسه د کیترین ایالت په یو ځنګل کې موندل شوی او د میلبورن د ښار په شمال کې یو پناه ځای ته وړل شوی. د پناه ځای بنسټ ایښودونکی پیم آهرن رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې باور یې نه کیده چې ددې وړیو لاندې به یو ژوندی پسه وي او تقریباً له پنځه کلونو راهیسې ترې وړۍ نه وې لېرې شوې.
ویل کېږي که چېرته د پسونو له بدن څخه وړۍ لېرې نه شي، د تګ له ستونزو سره مخ کېږي او که تر یو کاله پورې پاک نه شي په ځانګړي توګه د استرالیا په ځنګلونو کې نو ژوندي نه شي پاتې کېدلی.
یاده دې چې د دومره وزن سره په ژوندي پاتې کېدلو بیاهم باراک نړیوال ریکارډ جوړ نه کړ، ځکه چې له وړاندې په ۲۰۱۶ کال د کرس په نوم له یو پسه یو څلویښت کیلو وړۍ لېرې شوې وې.