کورپاڼه / ليکنې / نارینه څه ډول له ښځینه وو سره مینه کوي؟

نارینه څه ډول له ښځینه وو سره مینه کوي؟

د امریکا مشهورې لیکوالې شیري ایګروف ښځو ته د نارینه وو په زړونو کې د ځای جوړولو لپاره له دې وړاندې دوه کتابونه لیکلي ول چې د غوره پلورلو کتابونو په نوملړ کې هم شامل شول او په همدې لړ کې یې اوسمهال دریم کتاب لیکلی چې دې کتاب یې هم په انجونو کې د شهرت ریکارډ مات کړ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې دا کتاب د Why Men Love Bitches: From Doormat to Dreamgirl نوم سره دی، چې شیري ور پکې ویلي، چې نارینه هغه انجونو سره مینه لري، چې اختیار ولري، د خپل ځان خیال ساتي او د خپل حق لپاره په مبارزې پوهېږي.

شیري په کتاب کې لیکي، په عامه توګه له ښځو دا تمه کېږي چې دوی حیا وکړي، د نازک بدن لرونکي او په هره خبره د (هو) په بڼه سر وخوځوي او ډېری انجونې بیا په همدې ډول وي خو نارینه ورسره کمه مینه کوي، ما له سلګونه نارینه وو نه پوښتنې کړي، چې په دې کې شتمن، غریب، زوړ، ځوان، واده کړي او ناواده کړي ټول شامل ول.

شیري مخکې لیکي، د نارینه د ځوابونو له څېړلو وروسته دې پایلې ته ورسېدم، چې د نارینه د مینې د ترلاسه کولو لپاره د ښځو فکر غلط دی، دوی فکر کوي چې د ډېرې ښې کورنۍ په لرلو به د نارینه وو مینه ترلاسه کړي، خو دا فکر غلط دی، زه له نارینه وو سره له خبرو وروسته دې پایلې ته ورسېدم، کله چې یوه د خپل ځان لپاره مبارزه کوي هماغه شېبه نارینه داسې احساس کوي، چې مینه ورسره لري.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …