کورپاڼه / جالب / په امریکا کې د دوو معشوقو لرونکي شخص په زړه پوری ژوند

په امریکا کې د دوو معشوقو لرونکي شخص په زړه پوری ژوند

کله چې یوې معشوقې ته معلومه شي، چې عاشق یې له کوم بل سره اړیکې لري نو پوه شه چې د عاشق په سر څه بلا راتلوونکې ده، خو په امریکا کې بیا یو شخص په یو وخت دوه معشوقې لري او دواړه یې وایي چې ټول ژوند به ورسره په مینه او محبت تېروي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه شخص د امریکا د انډیانا د ایالت اوسېدونکی دی او دري دیرش کاله عمر لري، چې یوه معشوقه اته ویشت کلنه ټایکینا تامپسن او بله یې بیا شپږ ویشت کلنه سونیاشا رولنز نومېږي.

ویل کېږي چې جیمز له سونیاشا سره د ټولنیزې رسنۍ له لارې ولېدل، چې بیا دواړه سره مئین شول او د لږې وخت یوځای اوسېدو وروسته جیمز بیا په انلاین بڼه له ټایکینیا سره لېدنه وکړه او مینه یې ورسره پیدا شوه، جیمز په دې اړه سونیاشا ته د ټایکینیا په اړه ویلي ول، چې هغې هم ورسره منلې وه.

ویل کېږي چې دوه کاله کېږي چې دوی درې واړه یوځای اوسېږي، جیمز وایي، کله چې زه او سونیاشا له ټایکینیا سره مخ شو او څه وخت مو تېر کړ، نو موږ درې واړو ته یوازې اوسېدنه ناشوني شوه، بیا مو ټایکینیا له ځان سره راوسته او اوسمهال یوځای اوسېږي، چې دا به د تل لپاره دوام ولري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …