د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پرمختګ سره سم چې څنګه د افغانستان لوبغاړو په ټوله نړۍ کې نوم خپل کړى دى او اوس د نړۍ په هر تجارتي ليګ کې افغان لوبغاړي لوبېږي، دا له کوم ستر وياړ کمه خبره نه ده.
خو د افغانستان لپاره تازه د وياړ خبر دا دى، چې اوس به د لومړي ځل لپاره يو افغان لوبڅار په ټېسټ سياليو کې هم لوبڅاري ترسره کړي.
افغان لوبڅار احمد شاه پکتين هغه لومړنى لوبڅار دى، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په ټېسټ لوبو کې به د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.
په نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې افغان لوبغاړو ډېره لوبڅاري ترسره کړې ده، خو دا به لومړى ځل وي، چې په ټېسټ لوبو کې هم يو افغان لوبغاړى لوبڅاري وکړي.
په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((د افغانستان لوبڅار احمد شاه پکتین به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دوه ټېسټ لوبو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي. ښاغلی پکتین به لومړی افغان وي چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په ټېسټ لوبو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کوي.))
د يادولو وړ ده چې افغانستان په خپل کوربه توب له زمبابوې سره د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. لومړۍ ټېسټ لوبه به د مارچ په ٢مه نېټه پيل شي.