د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي اکشر پټيل د انګلستان پر وړاندې په دريمه ټېسټ لوبه کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د هندي لوبغاړو تر څنګ د نړۍ مشهورو لوبغاړو يې هم د توپ اچونې ستاينه کړې ده.
نوموړي د انګلستان پر وړاندې د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ٦ او په دويمه پاڼۍ کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې او د هند په ستره بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته.
نوموړي ته همدا راز د ښې توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه.
د نورو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان هم د اکشر پټيل د توپ اچونې ستاينه کړې ده او په ټويټر کې يې د هغه په اړه يو ټويټ کړى دى، چې د چکچکو ايموجيز يې هم ورسره اچولي دي.
Outstanding spel 👏👏👍 @akshar2026
— Muj R 88 (@Mujeeb_R88) February 25, 2021
د يادولو وړ ده چې اکشر پټيل د هند لپاره دويمه ټېسټ لوبه ترسره کړه، خو نوموړي يوازې په ٢ ټېسټ لوبو کې ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه او ١٨ ويکټې يې ترلاسه کړې.
په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم هغه د انګلستان پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢ او په دويمه پاڼۍ کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې. اکشر پټيل چې ٢٧ کلن دى، ارتوډوکس توپ اچونکى دى.