کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې خپل غاښونو پاک کړو؟ ترټولو آسانه طریقه یې دلته ولولئ

څنګه کولی شو چې خپل غاښونو پاک کړو؟ ترټولو آسانه طریقه یې دلته ولولئ

پاک، سپین او ځلېدونکي غاښونه نه یوازې دا چې د ښې روغتیا او ښه ذوق ښکارندوي وي، بلکې د انسان په روان هم ژورې اغېزې پرېباسي.

خو په طبیعي ډول د ټولو انسانانو غاښونه سپین نه وي او دا هم اړینه نه ده چې تل د یو څه شي خوړلو یا څښلو وروسته دې زموږ غاښونه ژېړوالی پیدا کړي.

ګڼ شمېر ددې لپاره چې سپین او پاک غاښونه ولري، په زرګونه روپۍ د غاښونو ډاکتر ته ورکوي ترڅو غاښونه یې ورته سپین او پاک کړي، خو بیاهم له ناکامۍ سره مخ کېږي او خپلې موخې ته نه شي رسېدلی.

راځئ چې نن ورځ یوه ډېره آسانه او ارزانه طریقه در وښایم، که غاښونه مو هر څومره ګنده او ناپاک وي، خو که چېرته دغه نسخه عملي کړئ نو ډېر ښه احساس به ولرئ.

ترټولو آسانه طریقه یې داده چې لومړس به تورو بانجانو له پخولو وروسته د هغې سوځول شوی پوستکی راواخلئ، په مناسب اندازه د شړشمو تېل او مالګه به ور واچوئ.

بیابه همدغه تیار شوی ترکیب د ګوتو یا برش په وسیله په ښه ډول پخپلو غاښونو سره ووهئ، بیابه خوله ووینځئ نو ډېر ژر یا سمدستي به یې پایله ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …