د هېواد پلازمېنه کابل کې نن د جمعې په ورځ تورې وريځې په کابل خورې دي او شړکنده باران ورېږي، چې موسم يې هم د نورو ورځو په پرتله يو څه سوړ کړى دى.
کابل چې د ژمي په دې سوړ موسم کې هم پکې له څه وخت راهيسې د واورو اورښت او باران نه کېده، درې ورځې وړاندې هم لږ شان باران شوى و، خو نن يو ځل بيا شړکنده باران پيل شوى دى.
د کابل سوړ ژمى چې د باران او واورو د نه شتون له امله بېرته تود شوى و، د تېر باران سره يو څه سوړ شو، خو اوس تازه د باران ورېدو سره د کابل موسم يو څه نور هم سوړ شوى دى.
نن د جمعې په ورځ د باران امکان له مخکې څخه ورکړل شوى و، خو د راتلونکو ورځو په اړه ويل کېږي، چې راتلونکې درې ورځې د باران په اړه بيا هېڅ امکان نشته او له هغه وروسته پرلپسې څو ورځې به په کابل کې وريځې وي، خو د باران په اړه دقيق څه نه دي ويل شوي.
په کابل کې د شړکنده باران له پيلېدو سره د کابل خلکو هم خوشحالي ښکاره کړې ده او په ټولنيزو رسنيو کې هم د باران په اړه خلکو پوسټونه کړي دي.