کورپاڼه / ليکنې / د زده کړل شوو شیانو د یادولو دوه آسانه لارې چارې

د زده کړل شوو شیانو د یادولو دوه آسانه لارې چارې

ګڼ شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله موږ یو څه زده کوو نو توجه کول ورته اړین وي، یوازې د معلوماتو په ترلاسه کولو یو څه نه زده کېږي. که چېرته په هغه شیانو فکر وکړو چې زده کړي مو دي، نو را یادولی یې شو، خو که چېرته وخت ور نه کړو نو ورو ورو مو له ذهن څخه وځي، نن ورځ په داسې دوو لارو چارو خبرې کوو چې د زده کړو شیانو په را یادولو کې راسره مرسته کوي.

کله ناکله پخپلو معلومات فکر وکړئ:

ددې لپاره چې معلومات تر اوږدې مودې پورې په یاد ولرو، غوره لاره یې داده چې کله ناکله پرې فکر وکړو، تکرار یې کړو او د وخت په تېرېدو یې بیا ولولو، د مثال په ډول کله چې تاسې یو کتاب لولئ، له معلوماتو یې خوند اخلئ، نو له ځانه یې مه لېرې کوئ بلکې ترڅنګ یې کېږدئ، ترڅو په میاشت، درې میاشتو یاهم شپږ میاشتو کې یې بیا وګورئ او معلوماتو مو په ذهن کې بېرته تازه شي.

پنځوس، پنځوس (ففټي، ففټي) سلنه اصول:

د معلوماتو د یادولو دویمه غوره لاره داده چې په پنځوس، پنځوس سلنه اصولو باندې فکر وکړئ، یعنې د زده کړې عمل مو په دوو برخو وویشئ یوه برخه یا نیم وخت د نوو شیانو زده کولو ته ورکړئ او نیم وخت بیا د زړه معلوماتو تکرار ته ورکړئ او په همدې ډول د هېرولو له ناروغۍ ځان وژغورئ، د مثال په ډول کله چې تاسې یو کتاب لولئ نیمایې یې ولولئ، له نورو سره یې شریک کړئ، یاهم مهم ټکي یې له ځان سره ولیکئ. دا لاره چاره ترټولو غوره ګڼل کېږي، نو که چېرته غواړئ چې یو څه زده کړئ، نو عمل پرې وکړئ. ویل کېږي چې د انسان دماغ د ربړ په څېر وي، څومره یې چې کشوې، په هماغه اندازه اوږدېږي او په همدې ډول د یادوو شوو معلوماتو په خوندي کولو کې درسره مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …