د هند د راشټريا سوايم سيوک سنګ (ار ايس ايس) تنظيم مشر موهن بهګوت وايي، چې افغانستان او پاکستان د ناوېشلي هند برخه دي او بايد بېرته له هند سره يو ځاى شي، تر څو اکهنډ بهارت يا ناوېشلى هند (بشپړ هند) بيا ځلې جوړ شي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، موهن بهګوت د يو کتاب د مخکتنې پر مهال په خپلو خبرو کې وويل، چې د اکهنډ بهارت (ناوېشلي هند) بيا جوړېدل ممکن دي او افغانستان او پاکستان هم زموږ برخه دي، دا مهمه نه ده چې هغوى کوم مذهب لري.
((زه وايم چې افغانستان او پاکستان زموږ دي، يو وخت دوى له موږ سره و، دا مهمه نه ده چې دوى څه عبادت کوي او څه خوري، دا زموږ کالونۍ نه دي، هند په دې باور لري چې نړۍ يوه کورنۍ ده.))
د ار ايس ايس مشر په خپلو خبرو کې زياتوي، زموږ مقصد د اکهنډ بهارت نه دا هېوادونه خپلې کالونۍ جوړول نه دي، کله چې موږ د يووالي خبرې کوو، نو موږ د طاقت خبرې نه کوو، بلکې د خلکو په اړه غږېږو.
موهن بهګوت وايي، چې د سنتانا دهرما يا هندو مذهب د فکر په اساس، په اکهڼد بهارت کې هند، افغانستان، پاکستان، نېپال، بنګله دېش، سريلانکا، ميانمار او بوټان يو هېواد دى.