کورپاڼه / ليکنې / په ټولنیزو رسنیو استعمالېدونکې ایموجيانې او ماناوې یې

په ټولنیزو رسنیو استعمالېدونکې ایموجيانې او ماناوې یې

په یوویشتمه پېړۍ کې په ټولنیزو رسنیو استعمالېدونکې ایموجیانې د پیغام رسونې یا د فکرونو د تبادلې په خورا لنډ ډول مهمې وسیلې دي، خو ګڼ شمېر خلک یې په مانا نه پوهېږي، چې بیا یې په همدې سبب په ناسم ډول استعمالوي.

د ایموجي په ناسم ډول کارول د مطلب مفهوم بدلوي، ځینې ماناوې تر دې چې برعکس کوي، د مثال په توګه که چېرته تاسې په کوم یو شي یا خبره د خوښې څرګندونه کوئ او د جملو وروسته د اوښکو لرونکی ایموجي لګوئ نو مطلب ته مو تغیر ورکوي. ددې لپاره باید ایموجي په سم ډول سره وکارول شي، دلته مو هڅه وکړي چې په ټولنیزو رسنیو کارېدونکي ایموجي، ماناوې او مثالونه یې بیان کړو.

د ایموجي په ماناوو پوهېدل څه ګټه لري؟

د ایموجي په مانا او مفهوم له پوهېدو وړاندې باید په دې پوه شو چې ایموجي په دې دور کې څومره اړین وي:

  • د ایمیل یا ټولنیزو رسنیو کې د ایموجي په استعمال سره د خپل حالت په اړه څرګندونې کولی شو.

  • د ایموجي په کارولو د خپلو لوستونکو یا اورېدو پر شونډو مسکا راوستلی شو.

دا خبره د یادونې ده چې په انستاګرام کې له نیمایي ډېر پوسټونه او څرګندونې د ایموجي لرونکې وي او پر ټویټر په یو ټویټ کې د ایموجي په شاملولو ۲۵.۴ سلنه ډېر لوستونکي جلبولی شو، نو راځئ چې ځینې ایموجیانې او ماناوې یې وپېژنو.

د سختې غوسې د څرګندولو ایموجي:

دا په وټساپ کې ترټولو ډېر کارېدونکی ایموجي دی، چې د سختې غوسې او د حوصلې د ختمېدلو پر لور اشاره کوي.

د زړه واله ایموجي:

د سور زړه لرونکی ایموجي هم په ټولنیزو رسنیو ډېر کارول کېږي، چې د مینې او محبت څرګندونه کوي.

د اوښکو لرونکي ایموجي:

ددې ایموجي په وسیله د افسوس او درد څرګندونه کېږي، چې عموماً د درد یا تکلیف لپاره کارول کېږي.

د غاښونو ښکارکوونکی ایموجي:

د غاښونو ښکاره کوونکی او د سترګو بندوونکی ایموجي د خوښۍ، خوشحالۍ او د شوق د څرګندولو لپاره کارول کېږي.

د خوښۍ اوښکو لرونکی ایموجي:

د خوښې اوښکو لرونکی ایموجي په ډېرو زیاتو حالاتو کې کارول کېږي او ددې په وسیله د یو چا د مبالغې کولو عکاسي کوي یاهم د یو چا د رشخندولو مانا لري.

د شر واله ایموجي:

دا ایموجي د ناوړه فکر سره کارول کېږي، خو ډېر وخت د سختې غوسې پرمهال استعمالېږي او ددې ایموجي فکر یو جاپاني نماج وړاندې کړی و.

د لوږې واله ایموجي:

دا ایموجي د خبرو کولو یاهم د خوندورو خوړو د تصویرونو سره د لوږې د څرګندولو لپاره کارول کېږي.

د ښکولولو واله ایموجي:

دا ایموجي د مینې د څرګندولو یاهم د سختې مینې د لرلو څرګندونه کوي.

مسخره کوونکی ایموجي:

دا ایموجي د ټوکې یاهم د یو شي د مسخره کولو یا رشخندولو لپاره کارول کېږي.

د خپګان څرګندولو واله ایموجي:

دا ایموجي د منفي احساساتو، د سخت خپګان او د درد و غم څرګندونه کوي.

د عینکو لرونکی ایموجي:

دا ایموجي د ګرمې د موسم یاهم د ګرمۍ یاهم د یو سټایل څرګندونه کوي.

مسکا لرونکي ایموجي:

دا ایموجي د ښه طبیعت، د سلامتیا، ښه راغلاست یاهم د یو شي په اړه د خوشحالۍ د څرګندولو لپاره کارول کېږي.

د حیرانتیا ایموجي:

دا ایموجي د یو جالب یا حیرانوونکې شي په لېدلږ یاهم په ناڅاپي ډول د خبر ورکولو لپاره کارول کېږي.

د مننې کولو ایموجي:

کله چې د یو چا د ستاینې لپاره الفاظ ورک شي، نو دا ایموجي ورته استعمالېږي.

د خوب څرګندونکی ایموجي:

دا ایموجي د خوب د حالت، د طبیعت د خرابېدو او د خپګان او افسوس د څرګندولو لپاره کارول کېږي.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …