کورپاڼه / ليکنې / موږ ولې خپل نوکونه په غاښونو پرې کوو او حللاره یې څه ده؟

موږ ولې خپل نوکونه په غاښونو پرې کوو او حللاره یې څه ده؟

ګڼ شمېر خلک خپل نوکونه په غاښونو سره پرې کوي او د ډېرو هڅو سربېره بیاهم له دې عادت څخه نه اوړي، خو د ځینو تدابیرو په غوره کولو سره کولی شو چې له دې عادت څخه ځان وژغورو، ارواپوهان وایي چې ډېری وخت دغه عادت په ماشومتوب کې پیدا کېږي او بیا ټول عمر پاتې کېږي، چې په طب کې ورته اونیکوفیجیا ویل کېږي. که څه هم دغه عادت په ظاهره زیانمن نه برېښي، خو ډېر زیاتې ناوړه اغېزې لري او په مختلفو ناروغیو مو اخته کوي، خو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې موږ آخر ولې نوکونه او په غاښونو پرې کوو؟

ارواپوهانو د روغتیایي او رواني بنسټونو په نظر کې د نېولو سره ځینې سببونه بیانوي:

  • په نا آرامۍ، ذهني فشار او خپګان کې انسان نوکونه په غاښونو پرې کوي او په همدې ډول ځان مصروف ګڼي.

  • د ډېرو مصروفیتونو په سبب د نه توجه له امله هم ډېر خلک نوکونه په غاښونو پرې کوي.

  • ځینې وخت په غاښونو سره د نوکونو پرې کول د ځینو کسانو لپاره آرام وربخښي.

  • ځینې په غاښونو سره د نوکونو پرې کول د دماغي ناروغیو څرګندونه کوي.

خو آخر ولې له دې عادت څخه ځان ساتنه اړینه وي؟ ددې سبب دادی چې د نوکونو په پرې کولو سره یې لاندني نسجونه تر سختو اغېزو لاندې راځي، دغه راز نوکونه په بد ډول زخمي کېږي او بیا یې میکروبونه خولې ته ځي او تر دې چې د نوکونو په ناروغۍ مو اخته کوي، راځئ چې ځینې لارې چارې خپلې کړو او له دې عادت څخه ځان وژغورو.

نوکونه مو واړه وساتئ:

په غاښونو سره د نوکونو د پرې کولو څخه د خلاصون یوه لار داده چې خپل نوکونه وخت ناوخت پرې کړو او واړه یې وساتو.

په نوکانو نیل یا د نوکونو رنګ ووهئ:

په نوکانو مو د نوکونو رنګ ووهئ، نو کله چې تاسې خپل نوکونه په غاښونو پرې کوئ نو بد خوند به یې دغه عادت له منځه یوسي.

تجربه وکړئ:

تجربه وکړئ چې تاسې اخر ولې خپل نوکونه په غاښونو پرې کوئ، کله چې تاسې تجربه وکړه نو له هغې وروسته به له دې عادت څخه وژغورل شئ.

عادت په عادت بدل کړئ:

که چېرته تاسې په دوامداره توګه په غاښونو سره د نوکانو د پرې کولو عادت لرئ، نو کوم بل عادت خپل کړئ، ژاولې ووهئ او یاهم د بادیانو له ژوولو ګټه پورته کړئ.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …