کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د پنځو سلنو وزن په کمولو سره هم له شکر څخه خوندي پاتې کېږئ

څېړنه: د پنځو سلنو وزن په کمولو سره هم له شکر څخه خوندي پاتې کېږئ

په امریکا د یوې پراخې څېړنې له مخې معلومه شوه چې پنځه سلنه وزن کمول هم په شکر د اخته کېدو خطر تر ډېره پورې کموي.

ویل کېږي په څلرویشت زرو امریکایانو چې د بېلابېلو نسلونو څخه ول، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ پورې دوه پراخې څېرنې ترسره شوي دي او د میسا (MESA) او نینز (NHANES) په نوم د سرلیک لاندې په ترتیب سره له ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کې پیل شوي، چې تر اوسه پورې دوام لري.

د ذکر شوو څېړنو له مخې که له یوه خوا معلومه شوې چې ډېر وزن یا چاغښت د شکر په دویم ډول ناروغۍ مو اخته کوي، خو بله خوا دا هم ویل شوي چې یوازې پنځه سلنه وزن کمول له شکر څخه خونديتوب رامنځته کوي.

یاده دې وي چې له ډېرو څېړنو د چاغښت او شکر ناروغۍ ترمنځ اړیکه موندل شوې او روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په ورځني ډول شل یا پنځویشت دقیقې پیاده وګرځئ، ورزش وکړئ او ښه خواړه وخورئ.

له څېړنو له مخې دا هم معلومه شوې چې په امریکا د شکر ناروغان په غریبو او متوسطو کورنیو پورې اړه لري او دا د امریکا هغه خلک دي چې په غیرو هسپانوي تور پوستکو او د مکسیکو نسلونو پورې اړه او په امریکا د تعصب ښکار دي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …