کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستاني سياستوال له ١٤ کلنې نجلۍ سره واده کړى
مولانا صلاح الدين ايوبي

پاکستاني سياستوال له ١٤ کلنې نجلۍ سره واده کړى

پاکستاني سياستوال او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا صلاح الدين ايوبي د چترال له يوې ١٤ کلنې نجلۍ سره واده کړى دى، چې د هغه په دې واده سختې نيوکې شوي او ان د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم پرې بحث شوى دى.

د (ډېلي پاکستان) د راپور په وېنا، د خېبر پښتونخوا حکومت د ښځو د حقونو مدافع ټولنو پوليسو ته عريضه کړې ده او ليکلي يې دي، چې د جمعيت علماى اسلام يو سياستوال او د پاکستان د پارلمان غړي مولانا صلاح الدين ايوبي د چترال يوې ١٤ کلنې نجلۍ سره واده کړى دى.

دوى له پوليسو غوښتنه کړې ده، چې په دې اړه دې څېړنې وکړي او وه دې ګوري، چې ايا دغه نجلۍ بالغه ده او که نه او که بالغه نه وي، نو بايد چې د قانون سره سم دې دغه سياستوال ته سزا ورکړل شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د مولانا صلاح الدين ايوبي عمر له پنځوس کلونو پورته دى او له کومې ١٤ کلنې نجلۍ سره چې يې واده کړى دى، هغه د چترال د دروش سيمې اوسېدونکې ده، چې په ښوونځي کې زده کړې کوي.

په پاکستان کې له ١٦ کلونو د کم عمره نجلۍ واده غېر قانوني دى او که د داسې نجونو په واده کې يې د مور و پلار رضا هم وي، نو بيا هم ورته قانون اجازه نه ورکوي.

د خېبر پښتونخوا پوليس وايي، چې د نجلۍ نکاح له چترال څخه بهر په کومه بله سيمه کې شوې ده او دوى په دې اړه لا هم څېړنې روانې کړې دي.

بلخوا د پاکستان په پارلمان يا قامي اسمبلۍ کې هم په دې اړه بحث شوى دى او حکومتي وزيرانو ويلي دي، چې مولانا صلاح الدين ايوبي له ١٣ کلنې نجلۍ سره واده کړى دى او که دا خبره رښتيا وي، نو بايد چې پر وړاندې يې قانوني ګامونه پورته شي.

دا هم ولولئ

ولسمشر غني عملیات وکړل

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د پروستات عملیات په کابل کې وکړل. په دې …