د ځمکې پر مخ موجود بېلابېل ځنګلي حیوانات نه یوازې دا چې په وښو، دانو، غلو، مختلفو وړو حشرو او په نباتاتو نه مړېږي، بلکې په دې حیواناتو کې ځینې داسې هم شته چې د ښکار په کولو سره غوښه خوري.
که د زمري په اړه غږېږو نو په هوار میدان کې هوسۍ، زرافه، غوا، مېږی او نورو حیواناتو په ښکار کولو خپله لوږه ختموي، خو ځینې بیا داسې بیا داسې وي چې حیوانات په خپل چل ول کې را ایساروي او حمله پرې کوي، چې په همدې ډول په سمندري مخلوقاتو کې ځینې ماهیان هم ورته عادت لري چې دوکه باز ماهیان ورته ویلی شو.
دغه ماهي چې د اوبو لاندې موجود چینجي او ماهیان په چل ول ځانته نږدې کوي د (Angler Fish) سره مشهور دي. دغه ماهیان په سر باندې د سترګو له پاسه د چاقو په څېر غړی لري، چې په سر یې غوښه وي او ددې غوښې په خورولو یې نور حیوانات دوکه کېږي او څنګ ته یې راځي.
کله چې دغه ماهي وږی شي، نو د سر دپاسه موجوده غوښه وخوروي او کله چې نور حیوانات ور نږدې شي، نو د دوکه باز وېروونکې خوله خلاصه شي او په همدې ډول خپل لوږه ختمه کړي، دغه ماهي مختلف ډولونه لري چې په ټوله نړۍ کې شتون لري.