کورپاڼه / جالب / شل میلونه کاله پخوانۍ ونه موندل شوې

شل میلونه کاله پخوانۍ ونه موندل شوې

په یونان کې د شلو میلونو کلونو پر شاوخوا پخوانۍ ونه په بشپړ حالت کې موندل شوې ده.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې ساینسپوهانو د لیسبوس په اور شېندونکې ټاپو یا جزیره کې یوه داسې فوسل شوې ونه موندلې، چې د شل میلونه کلونو څخه راهیسې یې ښاخونه او رېښې روغې یا په سم حالت کې دي.

ویل کېږي چې دا موندنه د ایجیاین پوهنتون د جیولوژۍ څانګې استاد نکولس زوروس په هغه ځنګل کې د کیندنو پرمهال کړې، چې له پنځه ویشو کلونو څخه په لیسبوس کې په تیږو یا ډبرې بدل شوی دی.

نکولس زوروس ویلي چې دا ونه یوه ځانګړې ونه ده، چې په بشپړ حالت کې او هغه هم په ښه حالت کې لومړنۍ موندنه ده او له دې وروسته هم بې شمېر تیږي شوې د ونې تنې یا ډډونه هم موندل شوي، خو دا یې باید د نه باور وړ ده.

ویل کېږي چې دغه ځنګل د یونیسکو په نړیوالو پارک کې شمېرل شوې ده، استاد نکولس وایي چې په له دې موندنو د تېر وخت چاپیریالي نظام په اړه معلومات ترلاسه کېږي.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …