لاهور قلندرز په خپله دریمه لوبه کې د راشد خان په نه شتون کې له ماتې سره مخ شو، چې په روان لیګ کې يې دا لومړۍ ماتې ده.
د پاکستان سوپر لیګ ۷مه لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې ملتان سلطانز پچه وګټله او لومړی يې د لاهور قلندرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
لاهور قلندرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد حفیظ ۶۰ او جو ډینلي ۳۱ منډې وکړې.
د ملتان سلطانز له لوري شاهنوار دهاني او کارلوس بریتویټ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
د ۱۵۸ منډو هدف د ملتان سلطانز لوبډلې په ۱۶.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ډېر په اسانۍ پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.
د دوی له لوري محمد رضوان ۷۶ او سهیب مقصود ۶۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د لاهور قلندرز له خوا شاهین شاه اپریدي دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد رضوان ته ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې په لومړۍ دوه لوبو کې راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبېده چې په دواړو لوبو کې يې بریا خپله کړې وه.