کورپاڼه / روغتيا / د دڼیا حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د دڼیا حیرانوونکې روغتیایي ګټې

دڼیا یو له هغه بوټو یاهم سلادو له جملې څخه ده، چې د ځانګړي خوند او خوشبو درلودونکی دی.

د دڼیا غذایي توکي له پروټین څخه پیل مومي او پر ویټامین سي، ویټامین کی او نورو ګټورو ویټامینونو باندې ختمېږي، ځینې روغتیایې کارپوهان وایي، چې په دې بوټي کې کلسیم، پوتاشیم، کیروټین، فاسفورس، اوسپنه او میګنیزیم لري.

دڼیا د ډېرو غذایې توکو درلودونکې وي او د انټي سیپټیک، انټي فنګل او د سوخت د ضد ځانګړتیا لري، چې د میکروبونو مخنیوی کوي او اړوند نورې ستونزې هم لري.

دڼیا د لوړ فشار په برابر ساتل کې هم مرسته کوي، د وینې نلونه له فشار څخه ساتي او د زړه په ناروغیو لکه سټرول او د زړه د حملې خطر کموي.

د دڼیا په جوړښت کې مهم عناصر کلسیم او نور اړین معدني مواد لري چې د هډوکو د روغتیا لپاره مرستندویه تمامېږي او د وینې اړوند ستونزې او ناروغۍ څخه خونديتوب رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …