کورپاڼه / جالب / یو زوړ سړي په یخو اوبو کې د لامبو په وهلو اوږده فاصله ووهله

یو زوړ سړي په یخو اوبو کې د لامبو په وهلو اوږده فاصله ووهله

په ایرلینډ کې یو شپږ شپېته کلن شخص، چې ګیر پرسیل نومېږي او په یخو اوبو کې یې د یو کیلو میتره فاصلې په وهلو سره په نړۍ کې د ډېر عمر په لرلو کې نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ.

ګیر پرسیل وایي، چې تر ډېره یې په سمندري اوبو کې لامبو وهلې او د شینن روونګ په کلب یې د چیلنج پرمهال زوړ ریکارډ مات او دا یې پخپل نوم کړ.

د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې د نوم ثبتولو اصول دادي چې په دوامداره توګه پرته له ځنډ یا وقفې باید لامبلو ووهل شي او د اوبو د تودوخې درجه باید له درویشتو څخه هم کمه وي.

ویل کېږي چې پرسیل په دري څلویښت دقیقو او اته ویشت ثانیو کې خپله لامبو پای ته ورسېده او د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې ومنله چې نوموړی د نړۍ ترټولو د زیات عمر لرونکی لامبوزن دی.

یاده دې وي چې د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره د ژوند په هره برخه کې د ریکارډ د ثبتولو لپاره کار کوي او د هر ډول ریکارډ جوړولو لپاره خپل اصول او مقررات لري.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …