کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان او کترينه کېف فلم (ټايګر ٣) ثبت راتلونکې مياشت پيلېږي
کترينه کېف او سلمان خان

د سلمان خان او کترينه کېف فلم (ټايګر ٣) ثبت راتلونکې مياشت پيلېږي

د باليووډ فلمونو مشهور هنرمندان سلمان خان، کترينه کېف او عمران هاشمي د خپل راتلونکي فلم (ټايګر ٣) د ثبت نه مخکې په يوه پوجا کې ګډون وکړ، چې د همدې فلم په موخه راجوړه شوې وه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د ټايګر ٣ فلم ثبت به د راتلونکې مارچ مياشتې په اتمه نېټه پيل شي، دا فلم د يش راج فلمز له لوري جوړېږي، چې سلمان خان، کترينه کېف او عمران هاشمي پکې کار کوي.

يش راج فلمز د هر فلم د ثبت پيلېدو نه مخکې د پوجا مراسم ترسره کوي، چې دا ځل هم په دې مراسمو کې سلمان خان، کترينه کېف، عمران هاشمي او د فلم ډايريکټر منيش شرما ګډون وکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سلمان خان يش راج سټوډيو ته د شاه رخ خان د فلم (پټان) د ثبت لپاره ورغلى و، چې په همدې وخت کې د (ټايګر ٣) فلم لپاره دا پوجا هم ترسره شوه.

يش راج فلمز شرکت د هند يو له سترو شرکتونو څخه دى چې له تېرو پنځوس کلونو راهيسې فلمونه جوړوي او (پټان) او (ټايګر ٣) دواړه فلمونه هم د همدې شرکت له لوري جوړېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په ټايګر ٣ فلم کې به سلمان خان د تېر په څېر د هند د استخباراتي ادارې د جاسوس کردار ولوبوي او عمران هاشمي به بيا منفي کردار ولوبوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …