ایي سي ۳۶۳۹:
دا کهکشان له فضایي دوړو او ګازونو څخه ډک دی او په مرکز کې یې یو ډېر په زړه پوری بلیک هول را ګیر شوی دی.
این جي سي ۱۴۴۸:
دا کهکشان هم د ایي سي ۳۶۳۹ په څېر په مرکز کې یو قوي بلیک هول لري، چې د فضایي خاورو په ذرو او ګازونو کې پټ دی.
این جي سي ۴۸۴۵:
ددې کهکشان د مرکز بلیک هول پنځه شپېته میلونه نورې کاله له ځمکې څخه لېرې دی، چې نه یوازې ډېر لوی بلکې (وږی) هم دی. په ۲۰۱۳ کال د موندل شوې پراخه شعلې څخه معلومه شوه چې یوه لویه سیارې د خپل ځان پر لوري کشوله او دغه سیاره زموږ د لمریز کال د ترټولو لوی سیارې مشتري څخه څو برابره غټه وه.
کیسو ۵۶۳۹:
دا کهکشان داسې معلومېږي لکه په د یو راکټ په څېر چې په هوا کې الوځي، دا سور رنګه غټه غوندې ګرده ګوله چې ښکاره کېږي، دا په حقیقت کې یوه سیاره رامنځته کېږي.
میسیر ۹۴:
دا کهکشان له ځمکې څخه ۹۴ میلونه نوري کاله لېرې دی، چې یوه غیر عادي ځانګړتیا لري چې سټار برسټ رنګ ورته ویل کېږي، د مرکز څخه د خارجیدونکې سخت فشار په سبب خاورو او دوړې په وریځو بدلېږي او کله چې فشار او تودوخه ډېره شي نو همدغه وریځې بیا په ستورو بدلېږي.