کورپاڼه / د لوبو راپورونه / زمبابوې په افغانستان ٥٠٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه
افغانستان او زمبابوې

زمبابوې په افغانستان ٥٠٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د ټېسټ لوبو نه مخکې يوه درې ورځنۍ تمريناتي لوبه پرون پيل شوې ده، چې زمبابوې پکې لومړى توپوهنه ترسره کړه.

پرون پيل شوې لوبه کې زمبابوې په دويمه ورځ د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٥٠٥ منډې وکړې او له هغه وروسته يې خپله پاڼۍ ختمه کړه، تر څو افغانستان لومړۍ پاڼۍ پيل کړي.

د زمبابوې له لوري کيوين کسوزا ١٢٩، سين ويليمس ٨٦، سکندر رضا ٧٤، ريان برل ٦٥ او ويسلي ماديويري بيا ٥٦ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان له لوري بيا محمد سليم ٢، فريد ملک، ضيا الرحمان او شرف الدين اشرف ١-١ ويکټ واخيستې.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ورځې تر پاى پورې ٤٩ منډې وکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځېدل، جاوېد احمدي په ١٤ او ابراهيم ځدراڼ په صفر وسوځېدل، همدا راز منير کاکړ په ٢٠ او ناصر جمال په ١٠ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې فريد ملک د افغانستان په سکواډ کې نه دى شامل، خو نوموړى هلته په تمريناتي لوبه کې لوبېدلى دى. د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د کرکټ بورډ يو کارمند په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي و، چې فريد ملک له مخکې نه په متحده عربي اماراتو کې و، نو ځکه په دې لوبه کې ولوبېده.

د يادولو وړ ده چې افغانستان او زمبابوې د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ لوبه به د مارچ په ٢مه نېټه پيل شي. افغانستان د دې سياليو کوربه توب کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتي ورکړه

پاکستان په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته په …