کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره ليدلي
محمد نبي او عمران خان

محمد نبي د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره ليدلي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره ليدلي او له هغه نه يې غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ برابره کړي.

د پاک پېشن ډاټ نېټ وېبپاڼې د راپور په وېنا، وويل، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره مو ناسته ډېره په زړه پورې وه، موږ غرمنۍ وکړه او عکسونه مو هم واخيستل.

په راپور کې زياته شوې ده، چې محمد نبي له عمران خان نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره دې لوبلړۍ برابره کړي، چې عمران خان هم ورسره د لوبلړۍ د ترسره کولو ژمنه وکړه.

يادې وېبپاڼې د محمد نبي له خولې ليکي، زموږ ناسته ډېره ښه وه او د کرکټ په يو شمېر اړخونو مو خبرې وکړې. همدا راز په راپور کې ويل شوي دي، چې محمد نبي د پاکستان سوپر ليګ په اړه هم خبرې وکړې او وې ويل، چې پي ايس ايل هر کال ډېر ښه لوبغاړي راپېدا کوي، کله چې په کور کې دننه ښه ټېلنټ راپېدا کېږي، نو ليګ هم ورسره لا ډېر پرمختګ کوي.

د يادولو وړ ده چې محمد نبي اوسمهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ده او هلته په پي ايس ايل لوبو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

افغان لوبغاړو تر دې مخکې هم يو ځل د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره ليدلي و، هغه مهال عمران خان کابل ته په دوره راغلى و، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو ورسره وليدل او ويل کېږي چې اصغر افغان له عمران خان نه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ دې برابره کړي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …