کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهانو د بې زړه توب د ختمولو طریقه موندلې

ساینسپوهانو د بې زړه توب د ختمولو طریقه موندلې

ساینسپوهانو د خلکو د دماغو د رښتیني وخت (Real time) د څارنې په مرسته د بې زړه توب د ختمولو او د زړور کولو حیرانوونکې طریقه یا لاره چاره موندلې.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ساینسپوهانو یوه طریقه تیاره کړې، چې د انسان د دماغو فعالیتونه بدلوي، باور ور پکې پیدا کوي او د وېرې د له منځه وړلو وړتیا یې لري، ساینسپوهان وایې، چې دغه طریقه یې د ذهني یا رواني ستونزو په سبب رامنځته شوې ناروغیو (Post traumatic stress disorder) په درملنه کې ګټور تمام شي.

راپور زیاتوي چې د جاپان د پرمختللې مخابراتو د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ د ساینسپوهانو لخوا د تیارې شوې دغې طریقې ته یې (Decoded Neurofeedback) نوم ور کړی او د FMRI سکینر په وسیله یې د انسان د دماغو رښتینی وخت (Real time) د څارنې په مرسته په فعالیت راوستلی او بریا یې ترلاسه کړې او په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه …