کورپاڼه / جالب / د چرچرني (Cockroach) د شېدو داسې ګټې څرګندې شوي، چې د غوا شېدې به هېرې کړئ

د چرچرني (Cockroach) د شېدو داسې ګټې څرګندې شوي، چې د غوا شېدې به هېرې کړئ

هندي ساینسپوهانو د چرچرني یا سورپري یاهم کاکروچ د شېدو داسې ګټې موندلي، که چېرته پرې پوه شوئ نو د غوا شېدې به هېرې شي.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سټیم سیل بیولوژي او ريګینټري درملو انسټیټوټ د ساینسپوهانو د خپلې څېړنې په پایله کې ویلي، چې ښځینه چرچرنی چې کومې ژېړ شېدې له خپل بدن څخه وباسي د غوا او میښې له شېدو پیاوړې او له غذایي توکو ډکې وي.

د څېړونکې ډلې مشر لیونارډو چیواس وایي، چې د چرچرني په شېدو کې پروټین، اړینه امینو اسیدونه، غوړ او په مناسب اندازه شکر شتون لري، چې د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین وي

د چرچرني په شېدو کې په دومره اندازه پروټین موندل کېږي، که چېرته په نظر کې ونیول شي، نو له غوره غذایي توکو به وګڼل شي.

بله خوا په ټولنیزو رسنیو کې دغه څېړنه رشخند شوې، یو شخص لیکلي، چې زه نه پوهېږم چې د چرچرني شېدې به څه ډول وي، خو په ایماندارۍ وایم که چېرته دغه شېدې راته نه فنا کېدونکی عمر هم راکړي بیا یې هم نه څښم.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …