کورپاڼه / جالب / په نیوزیلینډ ژغورونکو کسانو (۲۸) نهنګان ژغورلي دي+عکسونه

په نیوزیلینډ ژغورونکو کسانو (۲۸) نهنګان ژغورلي دي+عکسونه

د نیوزیلینډ په ساحل کې را ګېر شوي اته ویشت نهنګانو د ژغورونکو عملیات په وسیله ژغورل شوي او بېرته په سمندر کې خوشي شوي دي.

راپورونه وایي چې د نیوزیلینډ د فییر ویل سپټ په نوم ساحل کې د مرستندویه ډلې لخوا په ساحل کې راګېر شوي نهنګان ژغورلي او بېرته یې په سمندر کې خوشي کړي دي.

د انګلیستان د خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه نهنګانو د اوبو له څپو سره ساحل ته راغلي ول، چې پنځلس یې په ساحل کې د راګېر په سبب مړه هم شول.

د سمندري حیواناتو کارپوه وایي، چې ساحل ته راغلي نهنګان یې بېرته په سمندر کې خوشې کړل، خو بیاهم په کوم سبب ساحل ته راغلل، دارین ګرور وایي چې دوی څلویښت نهنګان په سمندر کې خوشې کړل، خو په سبا ورځ بیا ساحل ته راغلل.

کارپوهان وایي چې دا تر اوسه پورې نه ده ثابته شوې چې نهنګان څه ډول په ساحل کې راګېرېږي، خو ځینې کارپوهان وایي چې نهنګ د ښکار لار غلطوي او ساحل ته راځي.

دا هم شوني ده چې نهنګ دې پوره ډله په تېروتنې سره ساحل ته راولي، کارپوهان وایې چې په لږو اوبو کې د نهنګ د آواز سګنلې کار نه کوي او دا ورته نه معلومېږي چې اوبه څومره ژورې دي، چې په همدې سبب په ساحل کې ورک ورک ګرځي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …