ډېری داسې کسان به مو لېدلي وي چې موټر له وینځلو وروسته لمر ته دروي ترڅو وچ شي، خو دوی بیا په دې نه پوهېږي چې دغه کار یې څومره خطرناک تمامېږي.
د امریکا په اوکلاهوما ایالت یوه داسې حیرانوونکې پېښه رامنځته شوې، چې په اورېدو به یې باور ونه کړئ. راپورونه وایي د اوکلاهوما د ایالت د موري د سیمې اوسېدونکي راکي سروک لیډیسما یوه داسې پېښه بیان کړې چې حیران به مو کړي.
نوموړی وایي چې د کور په باغچه کې موټر له وروسته لمر ته ودروو، چې بیا یې د موټر د پاییو د محدبې هیندارې په څېر کار وکړ او د لمر د وړانګو په تېزېدو سره باغچې اور واخیست او ټوله باغچه یې په ایره بدله کړه.
دی زیاتوي، چې کله د کور باغچې ته لاړم نو هلته ټوله واښه او چمن په ایره بدل شوي ول، چې بیا خپله اور مړ کړ. راکي سروک لیډیسما د پېښې عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي او خلکو ته یې خبر ور کړي، چې د ذکر شوې کړنې له تاوانه خبر شي.
یاده دې وي چې محدبې هیندارې د لمر خورې وړانګې یو نقطې ته راټولوي، چې بیا په همدې سبب د تودوخې درجه لوړېږي او د اور د لګېدو امکان هم وي.