د پېښور زلمي حېدر علي، امام الحق، شيرفان رودرفورډ او شعېب ملک ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د کوټې له لوري ټاکل شوى ستر هدف يې پوره کړ چې د پېښور زلمي لوبډلې ته يې دويمه بريا هم ورپه برخه کړه.
د پاکستان سوپر ليګ ٨مه لوبه د کوټې ګليډيټرز او پېښور زلمي لوبډلې ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پېښور د لوبې پچه وګټله او کوټې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کوټې ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې سرفراز احمد ٨١، اعظم خان ٤٧ او فاف ډوپليسي ٣٧ منډې ترلاسه کړې.
د پېښور زلمي له خوا ثاقب محمود ٣، وهاب رياض ٢ او محمد عمران ١ ويکټ واخيسته. مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٤٤ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.
د ١٩٩ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ١٩.٣ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري حېدر علي ٥٠، امام الحق ٤١، شيرفان رودرفورډ ٣٦ ناسوځېدلې او شعېب ملک ٣٤ منډې وکړې.
د کوټې ګليډيټرز له لوري ډيل سټين ٢، محمد حسنين، عثمان شينواري، زاهد محمود او بين کټينګ ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حېدر علي ته ورکړل شوه.
دا د پېښور زلمي دريمه لوبه وه چې دويمه بريا يې خپله کړه، خو د کوټې ګليډيټرز لوبډلې بيا په دريمه لوبه کې دريمه ماتې وخوړه او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.