د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې سره يو ځاى دى، خو د ګوتې د ټپ له امله ښايي د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ لوبه کې ونه لوبېږي.
راشد خان په خپل ټويټر اکاونټ کې يو تازه عکس خپور کړى دى، چې لمر ته ناست دى. نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، چې د يو چا په ژوند کې لکه د لمر په څېر رڼا شئ.
Be the sunshine in someone’s life ☀️☀️ pic.twitter.com/xw3su3RTqQ
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) February 26, 2021
د راشد خان په دې عکس کې لاندې له هغه نه د فلېش سکور کرکټ کمنټېټرز اکاونټ له لوري پوښتنه شوې ده، چې اوس دې ګوته څنګه ده؟
راشد خان ورته په ځواب کې د خپلې ګوتې عکس اچولى، چې پکې ليدل کېږي چې ګوته يې په پټۍ تړل شوې ده، همدا راز ليکلي يې دي، چې تر درملنې لاندې ده او هيله ده چې ژر به روغه شي.
Under Treatment hopefully will be batter soon pic.twitter.com/P1DDvIGplk
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) February 26, 2021
د راشد خان دې عکس ته د انګلستان پخوانۍ مشهورې کرکټرې ساره ټېلر هم کمنټ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې ايا ځينې لمرونه غواړې؟ چې راشد خان هم ورته په ځواب کې ليکلي دي چې بالکل.
Do you want some sunnies ? 😎
— Sarah Taylor (@Sarah_Taylor30) February 26, 2021
د يادولو وړ ده چې راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې لوبېده، چې هلته يې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره دوه لوبې ترسره کړې، ويل کېږي چې په پي ايس ايل کې د نوموړي ګوته ټپي شوې ده، چې ښايي د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه وانخلي.