کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ټويټر کې د ټويټونو په کتلو به پېسې هم ورکوئ؟
ټويټر

په ټويټر کې د ټويټونو په کتلو به پېسې هم ورکوئ؟

د ټولنيزو رسنيو مشهورې وېبپاڼې ټويټر ويلي دي، چې دوى غواړي په راتلونکي کې يو داسې سيسټم جوړ کړي، چې د مشهورو خلکو د ټويټونو په کتلو باندې خلک پېسې ورکړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ټويټر مسوولينو په خپل کلني کنفرانس کې په دې اړه خبرې کړې دي، چې د اعلانونو پرته د پېسو ګټلو په نويو لارو چارو باندې کار وکړي.

د ټويټر وياند وايي، چې دوى د سوپر فالوز برخه فعالوي، چې د دې سره به د ټويټر چلوونکى نه يوازې دا چې پېسې وګټي، بلکې هڅه به کوي چې ښه مواد جوړ او خلکو ته وړاندې کړي، چې ټولو ته به يې ګټه وي.

نوموړى همدا راز وايي، چې موږ د خپلو اسانتياوو په اړه له سره فکر کوو، تر څو د داسې شيانو مخنيوى وکړو، چې خلکو ته ستونزې راپېدا کوي او يا د خنډونو سره مخ کېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، هغه خلک چې ډېر تعقيبونکي لري، هغوى به وکولاى شي چې خپل اکاونټونه سوپر فالوز ته واړوي، يعنې څوک چې دا کسان فالو کوي، هغوى به ورته په بدل کې پېسې ورکوي.

د يادولو وړ ده چې تراوسه پورې د ټويټر د ګټې لار يوازې اعلانونه دي، چې د سوپر فالوز له پيلولو سره به نوې لارې پرانيزي.

دا هم ولولئ

د نخود د دانې په څېر یوه داسې کوچنۍ آله جوړه شوې، چې په بدن کې د اکسیجن کچه معلوموي

د عصري برښنایي توکو په مرسته اوسمهال یوازې د نخود د دانې په اندازه آله …