کورپاڼه / بېلا بېل / د ٥ ساعتونو په ويده کېدو يې ٣ زره ډالر وګټل
ويده ښځه

د ٥ ساعتونو په ويده کېدو يې ٣ زره ډالر وګټل

ډېرى خلکو د ټولنيزو رسنيو په اپليکيشنونو کې بېلا بېلې ويډيوګانې او نور مواد خپروي او له لارې يې پېسې ګټي، خو نن درته د يوې داسې ښځې په اړه معلومات درکوو، چې يوازې په ويده کېدو يې ٣ زره امريکايي ډالر وګټل.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د تايوان يوه پخوانۍ سندرغاړې په ژوندۍ بڼه د ويډيوګانو خپرونکي اپليکېشن ټويچ کې له خپلو مينه والو سره ويډيويي لوبې او خبرې اترې کوي.

خو نوموړې څو ورځې وړاندې په دې اپليکېشن کې له خپل اکاونټ څخه په ژوندۍ بڼه راغله، خو له مينه والو سره يې خبرې ونه کړې، بلکې په کټ کې څملاسته او د ٥ ساعتونو لپاره په ويده شوه او ويډيو يې په ژوندۍ بڼه خپرېده.

د نوموړې دا ويډيو په دې مهال کې شاوخوا ١١ زره او ٢٠٠ کسانو وکتلو او د پنځه ساعتونو په دې لايف ويډيو کې نوموړې ٣ زره امريکايي ډالر وګټل.

دغه سندرغاړې په خپلو خبرو کې وايي، کله چې له خوبه بېرته راويښه شوه، نو د دې په ليدو ډېره زياته حېرانه شوه، چې په پنځه ساعتونو کې د هغې ويډيو زياتو خلکو کتلې ده.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …