کورپاڼه / روغتيا / په ورزش سره د نیم سري (میګرین) درد آرامولی شئ

په ورزش سره د نیم سري (میګرین) درد آرامولی شئ

د ورزش په ګټو خو هسې هم ټول خبر یو او هره ورځ یې په ټولنیزو رسنیو کې د ګټو په اړه معلومات لولو، خو اوسمهال د واشنګټن د پوهنتون له لورې نوی خبر دادی چې د ورزش په مرسته سره د نیم سري یا میګرین درد آرامولی شو او په شدت کې کمښت راوستلی شو.

له دې وړاندې هم د ورزش او نیم سري یا میګرین ترمنځ اړیکه موندل شوې وه، خو په دې څېړنې سره دغه اړیکه ومنل شوه او د ورزش په مرستې سره کولی شو چې ذهني فشار، د خوب کمښت او نورې ستونزې حل کړو، د واشنګټن د پوهنتون استاد ډاکتر میسن ډایس وایي، که څه هم دا یوه پېچلې موضوع ده، خو د ورزش په مرستې سره ډوپامین، نوریپین فرایین او د سیروټونینو په څېر مواد له بدن څخه خارجېږي، چې بیا طبیعت ښه کوي او د سر په درد کې کمښت رامنځته کوي.

ډاکتر میس وایي، چې ورزش د زړه او فشار لپاره ګټور وي او په نیم سري یا میګرین کې هم ښه ثابتېږي او د تایید لپاره یې ۴۶۰۰ کسانو څېړنې ترسره شوي، چې ۷۵ سلنو یې په میاشت کې تر پنځلس ځلو نیم سری درلود او د پاتې ۲۵ سلنو بیا له څوارلسو څخه ښکته د نیم سری یا میګرین له ستونزو سره مخ ول.

بیا یې په څېړل شوو کسانو کې د دوی د ورزش عادتونه وکتل لکه د بایسکل چلول، منډې وهل یا قدم وهنه، بیل په پنځو ډلو وویشل او یوې ډلې یې بالکل ورزش ونه کړ او پاتو ډلو بیا تر ۱۵۰ دقیقو پورې په اوونۍ کې ورزش وکاوه.

هغه کسان چې ورزش یې نه و کړی، ۴۷ سلنه کسان یې له ژور خپګان، ۳۹ سلنه یې له ناآرامۍ او ۷۷ سلنه یې د خوب له ستونزو سره مخ ول، خو هغه کسان چې ورزش یې کړی و د نا آرامۍ سطحه یې ۲۸ سلنه او د خوب ستونزې ۶۱ سلنه وې.

له پایلو معلومه شوه چې ورزش د وېرې، نا آرامۍ، ژور خپګان او د خوب د کمښت تر څنګ د سر درد هم آراموي او څېړونکو هغه کسانو ته چې نیم سری یا میګرین لري د ورزش کولو لارښوونه وکړه.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …