کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوین جانسن له ورزش وروسته څه شي خوري؟

ډوین جانسن له ورزش وروسته څه شي خوري؟

د بالیووډ مشهور اداکار او ریسلر ډوین جانسن (راک) خپلو مینوالو ته د سخت ورزش او باډي بلډینګ وروسته د خپلو خوراکو توکو په اړه معلومات ورکړل او له مینوالو سره یې د مرسته په پار د خپل غذایي رژیم ویډیو هم خپره کړې ده.

ډوین جانسن د ټولنیزې رسنۍ په انستاګرام اکونټ کې ویلي، چې نوموړی د ورزش کولو پرمهال په لس دقیقو کې پروټین څښي، چې له ۶۰ څخه تر ۷۰ ګرامو د پروټین پوډر، ۳۵ ګرامه د کارب پوډر، یوه مڼه، یوه کاچوغه الکټرولایټ، کریټین او اوبه پکې اچوي.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by therock (@therock)

 

نوموړي خلکو ته د ورزش په اړه د معلوماتو ورکولو په لړ کې لیکي، چې له ورزش وروسته سمدستي پروټین، کارب او خواږه شیان دې نه هېروي، ځکه چې دا هغه وخت چې بدن دغو توکو ته اړتیا لري.

ډوین جانسن پخپل پوسټ کې د خپلو ورځنیو خوړو په اړه معلومات ورکړي او مینوال ترې خبر کړي دي.

د نوموړي دغه ویډیو په ډېر لږ وخت په لکونه ځلې لېدل شوې او مینوالو یې ور څخه د خوراکي د توکو د استعمال په اړه پوښتنې کړي دي.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …