کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې د زړه د حملې سبب ګرځي

هغه خواړه چې د زړه د حملې سبب ګرځي

د نړۍ د پنځو لویو وچو د خلکو د خوراک، څښاک د عادتونو د څېړلو وروسته څرګنده شوه، چې د کاربوهایډریټ د خراب ډول په استعمال سره د زړه د حملې، فلج او نورو ناروغیو خطر ډېرېږي.

د انګلیستان په طبي ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د خرابو کاربوهایډریټ ډېر استعمال د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي، چې د زړه حمله، فلج او نورې ناروغۍ په سر کې ځای لري.

د څېړنو له مخې د خرابو کاربوهایډرټو لرونکو خوړو ته هایي ګلایسمیت ډاییټ ویل کېږي او په دې څېړنه کې د پنځو لویو وچو د مختلفو ښارونو او کلیو ۱۳۷۸۵۱ شامل کړي، چې عمرونه یې له ۳۵ څخه تر ۷۰ کلونو پورې ول.

څېړونکی ډیویډ جینکنیز وایي، چې دوی تر ډېره د ټیټو کاربوهایډریټو او د لوړو کاربوهایډریټو څېړنې ترسره کړي او معلومه کړې چې لوړ کاربوهایډریټ د ناوړه روغتیا یو لوی سبب دی.

په څېړنه کې راغلي چې هر ډول کاربوهایډریټ د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي، خو د خرابو یا لوړ کاربوهایډریټو استعمال له وخته وړاندې د مړینې خطر څو برابره ډېروي.

څېړونکې وایي چې په مېوو، سابو، زړو، دالو او وچو مېوو کې لو ګلایسمیټ موندل کېږي او په سپینو ډوډیو، ورېژو، سپینو وړو او آلوګانو کې د ګلایسمیټ اندازه ډېره وي، چې د انسان د روغتیا لپاره ډېر زیانمن ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …