د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) په شپږم پړاو کې د ويسټ انډيزي لوبغاړي کريس ګيل له لوري پيل شوې د ګوګلي چېلنج نڅا نور لوبغاړي هم هڅولي او ويډيوګانې يې پرې جوړې کړې دي.
کريس ګيل چې لومړى دا ويډيو جوړه کړه، نو د پاکستان سوپر ليګ د ټولنيزو رسنيو څخه خپره شوه، چې ډېرو خلکو دا ويډيو وکتله، وروسته بيا راشد خان او حسن علي هم همدا ډول ويډيوګانې جوړې کړې.
Join the #GooglyChallenge with @henrygayle #HBLPSLTaranay #HBLPSL6 #MatchDikhao pic.twitter.com/2kIHQ0gle2
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) February 22, 2021
د پاکستان سوپر ليګ د ټويټر پاڼې څخه د راشد خان يوه ويډيو هم خپره شوې ده، چې هغه پکې د ګوګلي چېلنج نڅا کوي. نوموړى په پاکستان سوپر ليګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، خو د ٢ لوبو ترسره کولو وروسته متحده عربي اماراتو ته تللى دى.
After bowling a stunning googly to send the Universe Boss back to the pavillion @rashidkhan_19 brings the heat to the #GooglyChallenge! #HBLPSL6 | #MatchDikhao | #QGvLQ pic.twitter.com/qkUGQpA5b3
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) February 22, 2021
راشد خان دا ويډيو هغه مهال جوړه کړې وه، کله چې يې په خپله دويمه يا وروستۍ لوبه کې د کريس ګيل ويکټ واخيسته. کريس ګيل په دغه لوبه کې ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه، خو په پاى کې د راشد خان له لوري وسوځېده.
راشد خان د لاهور قلندرز او کريس ګيل د کوټې ګليډيټرز لوبډلو لپاره لوبېدل، خو دواړه د ٢-٢ لوبو ترسره کولو وروسته بېرته له پاکستان څخه ستانه شو او د خپلو هېوادونو لوبو ته يې ځانونه ورسول.