کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: هغه کسان چې ژر ځواب ورکوونکې وي، رښتیني ګڼل کېږي

څېړنه: هغه کسان چې ژر ځواب ورکوونکې وي، رښتیني ګڼل کېږي

په انګلیستان کې د یوې په زړه پورې څېړنې له مخې معلومه شوه، هغه کسان چې یوې پوښتنې ته ژر او پرته له ځنډه ځواب ورکوي، ډېری وخت رښتیني ګڼل کېږي او خبرې یې هم سمې وي، خو هغه کسان چې د یوې پوښتنې ته په ځواب ویلو کې ځنډ کوي او ورو ورو ځواب وایي، د باور وړ نه دي او دروغجن ورته ویل کېږي.

ویل کېږي چې دا پایله د جیمسکک پوهنتون استادانو ګاکتر ژیانو او ډاکتر ډیمنګ وانګ په انګلیستان، امریکا او په فرانسه کې په ۷۵۶۵ کسانو د ۱۴ مختلفو رواني یا نفسیاتي تجربو څخه ترلاسه کړې.

په دې هره تجربه کې یې لومړی ویډیو ورته ښودلې، چې پکې یو شخص څخه پوښتنې کېږي او هغه ورته ځواب وایي، ځواب ورکوونکي په تېزۍ او ورو ډول سره پوښتنو ته ځوابونه ویلي و او له ویډیو وروسته له رضاکارو کسانو پوښتنې وشوې.

له دې ټولو تجربو څخه موخه د پوښتونکې د باور او د ځواب ویوونکې د چمتوالي ترمنځ اړیکه موندل ول، چې بیا رضاکارو کسانو هغه کسان رښتیني او د باور وړ وګڼل چې ژر یې پوښتنو ته ځواب وایه او په عام ډول هم هغه کسان چې پرته له ځنډ ځواب وایي، رښتیني ګڼي.

که چېرته یو څوک د انټروۍ پرمهال ژر ځواب ویوونکی وي، نو مطلب ترې دا وي چې دغه شخص په دې برخه کې وړتیا لري، خو اړینه نه ده چې په هره موضوع دې ژر ځواب ویوونکي واوسو، ځکه چې ځینې وخت د یوې پوښتنې سم ځواب فکر ته اړتیا لري او د ځواب د سم ویلو لپاره معلومات په الفاظو کې راټولولو ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …