کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عوامي نېشنل ګوند په تورخم کې احتجاج کوي
عوامي نېشنل ګوند

عوامي نېشنل ګوند په تورخم کې احتجاج کوي

د خېبر پښتونخوا قامپرست ګوند عوامي نېشنل ګوند (اې اين پي) د مارچ په مياشت کې په تورخم کې احتجاجي غونډه کوي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي چارې او د خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي.

په دې اړه د اې اېن پي ايالتي سيکرتر سردار حسېن بابک وايي، چې د مارچ په ٢٠مه نېټه به په تورخم کې يوه ستره احتجاجي غونډه وکړي، ځکه چې د دې لارو د بندېدو له امله د پاکستان او افغانستان اقتصاد تباه شوى دى.

نوموړى وايي، چې د لارو په خلاصولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو سره به د دواړو هېوادونو اقتصاد ښه شي، خلکو ته به د کارونو زمينه برابره شي او د پښتونخوا ځوانان به وکولاى شي چې اسيايي او اروپايي هېوادونو ته ډېر په اسانۍ د زده کړو لپاره لاړ شي.

سردار حسېن بابک زياتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو په خلاصون سره به خېبر پښتونخوا ايالت په يو نړيوال مارکيټ بدل شي او د ترهګرۍ مخه به هم ونيول شي. هغه وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ حکومتي، سفارتي، ولسي او اقتصادي اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ډېرې لازمې دي.

هغه دا هم وويل، چې بايد د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې رامنځته شي او اوس چې کوم بد حالت روان دى، بايد د دې مخه ونيول شي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم ورسره ښې شي.

سردار حسېن بابک په ټولو پښتنو غږ کړى دى، چې په دې احتجاجي غونډه کې دې ورسره برخه واخلي او د پښتنو د حقونو لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …