کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پایي نیټ ورک یا شبکه (PI Network) انلاین پیسې ګټل او که دوکه؟

پایي نیټ ورک یا شبکه (PI Network) انلاین پیسې ګټل او که دوکه؟

نن سبا پایي نیټ ورک یا شبکه ډېره مشهوره شوې، چې ډېری ملګري خپل ریفرل لینکونه هم یو بل ته لېږي، نو راځئ چې نن ورځ په اړه لږې خبرې وکړو.

په پایي نیټ کې هیڅ ډول د ګټې تبادله نه ترسره کېږي:

په هر کاروبار یا اقتصادي فعالیت کې د ګټو وټو تبادله اړینه وي، خو پایي نیټ ورک خپلو کاروونکو ته د رواني آرام پرته هیڅ ګټه نه کوي او یوازې د راتلوونکې لپاره د ژمنې او ګټو پر بنسټ کاروونکې راټولوي، د دغه اپلیکیشن کاروونکي داسې فکر کوي چې دوی هیڅ شی نه بایلي، خو باید ووایم چې دوی خپل وخت ضایع کوي، خپل اړین معلومات شرکتونه ته ورکوي او هغوی داسې معلوماتو ته اړتیا لري، یعنې که چېرته د ګټو په اړه خبرې کوو نو یوازې د پایي نیټ ورک ته ګټه رسېږي او بس.

پایې نیټ د کرنسۍ سیستم نه دی:

پایي نیټ ورک خپل ځانته د کرنسۍ شرکت وایي یاهم ځان ورسره ورته ګڼي، خو هر یو د کرنسۍ شرکت ځانګړی د کوډینګ سیستم لري، چې سرچینې یې پرانېزې یعنې دا سیستم ګوري چې دننه څه روان او کاروبار یې په څه شي ولاړ دی، خو پایي نیټ ورک بیا داسې کوم سیستم نه لري او دا شرکت د یوې داسې کرنسۍ دعوه کوي چې بېخي شتون نه لري، چې له وړاندې هم OneCoin په نوم شرکت کړې وه، چې بېخي شتون نه درلود او ډېرو سرچینو ورته د تاریخ لویه دوکه نوم ورکړه.

پایي نیټ ورک څه ډول کار کوي؟

په ورځني ډول ايلیکیشن پرانېزئ، او په یوه بټن کلک وکړئ او بس کار خلاص او په دې بنسټ به یوه نه یوه ورځ پیسې وګټئ، که چېرته خپل ځان لوړول غواړئ نو ملګرو ته هم بلنه ورکړئ او په دې ډول ډېرې روپۍ وګټئ.

په پایي نیټ کې د کاروونکو کار:

اوس د پایي نیټ ورک څلور ډوله کاروونکې دي

  • هره ورځ کار کوي او ثابتوي چې روبوټ نه دی.

  • چې د کاروونکو نوملړ چمتو کوي چې باور پرې لري.

  • نورو ته د پایي نیټ ورک پېژندونکې

  • هغه کس چې پخپل کمپیوټر دغه سافټویر کاروي

ستونزه څه ده؟ ستونزه داده چې ډیجیټل کرنسي چېرته دي؟ د ثابتولو لپاره یې چې د کوډینګ سیستم چېرته دی او کله به خپلې کرنسۍ په ډالرو بدلوئ؟ کله به وګورو چې پایي نیټ ورک په حقیقي نړۍ کې تجارت کوي؟ دا پوښتنې به اسانه وي خو ځواب یې له ثبوت سره ناممکن دی، ځکه چې داسې کومه کرنسي شتون نه لري.

پایي نیټ ورک څه وایي؟

پایي نیټ ورک پخپل رسمي ویب سایټ یو سپین کاغذ خپور کړی ترڅو د ځان په اړه نړۍ ته معلومات ورکړي، لومړۍ خبره دا چې پایي نیټ ورک تر اوسه نه دي ویلي چې دوی به خپله کرنسي کله پیل کړي، له تېر کال مارچ څخه تر اوسه کاروونکې په تمه دي، دوی لیکلي چې کله ورته معلومه شي چې سافټویر تیار دی نو کرنسي به پیل کړي، خو هیڅ ضمانت نه لري.

موږ باید څه وکړو؟

موږ باید له پایي نیټ ورک څخه لېرې واوسو، که چېرته مو له مخه استعمال کړی وي نو بیا یې پرېښودل ستونزمن وي، خو بیاهم تاسې ذکر شوو پوښتنو ته له ثبوت سره ځواب ووایئ او بیا پایي نیټ ورک وکاروئ.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …