کورپاڼه / روغتيا / ځمکي توتان (توت زمیني) دفاعي سیستم او د زړه لپاره ګټور وي

ځمکي توتان (توت زمیني) دفاعي سیستم او د زړه لپاره ګټور وي

ځمکي توتان یا توت زمیني یو له غوره مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په جوړښت کې یې ډېر اړین غذایي توکي شتون لري، ځمکې توتان سور رنګ، د زړه په څېر شکل لري او د شنو پاڼو لرونکې مېوه، چې د ویټامینونو، فایبرو، انټي اکسایدو، پوتاشیم، میګنیزیم یوه مهمه سرچینه او د صفر کلیسټرولو لرونکی دی.

دغه راز ځمکي توتان د ویټامین سي درلودونکې دي، چې دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او د سنترې په پرتله یې د ویټامین سي کچه هم ډېره ده، نو راځئ چې ګټې یې دلته ولولو.

دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي:

ځمکي توتان د ویټامین سي یوه مهمه ذریعه ده، چې دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي، روغتیایي کارپوهان وایي چې که چېرته په ورځني ډول ځمکي توتان وخوړل شي، دفاعي سیستم مو پیاوړی کوي او په مجموعي روغتیا مو مثبتې اغېزې کوي.

لوړ فشار کموي:

په ځمکي توتانو کې د پوتاشیم موجودیت لوړ فشار کموي، په بدن کې د سودیم اندازه کموي او په پایله کې د لوړ فشار سطحه کموي.

د بندونو درد ته ګټور وي:

هغه کسان چې د بندونو په درد اخته وي، د ځمکي توتانو استعمال ورته ګټور وي او په جوړښت کې یې موجود انټي اکساید او فایټو کیمیکل شتون لري چې سوخت کموي.

د زړه او کلیسټرولو ناروغانو ته:

په ځمکي توتانو کې موجود ایلیجک اسید او فلیونویډونه شتون لري چې د انټي اکسایدو اغېزې کوي، چې د زړه د روغتیا لپاره غوره وي، په وینه کې موجود خراب کلیسټرول ختموي او د زړه لپاره ګټور وي.

پوستکی ښکلی کوي:

په ځمکي توتانو کې موجود ویټامین سي کولاجین لوړوي، چې بیا د پوستکي په ښکلا کې مرسته کوي، دغه راز ګونځي یې ختموي او د پوستکي داغونو او دانو ته ګټور وي.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …