کورپاڼه / هنر او کلتور / د ملالې او میا خلیفه ملګرتیا کلکه شوې او میا خلیفه ملالې ته د ملکې (Queen) خطاب کړی

د ملالې او میا خلیفه ملګرتیا کلکه شوې او میا خلیفه ملالې ته د ملکې (Queen) خطاب کړی

پاکستانۍ زده کړیالې ملالې چې د نوبل جایزه یې هم ترلاسه کړې او لبنانۍ د فحش فلمونو اداکارې میا خلیفه، چې اوسمهال په امریکا کې اوسېږي ملګرتیا کلکه شوې ده.

میا خلیفه ملالې یوسفزۍ ته د ټیک ټاک په ویډیو کومنټ یا څرګندونه کړې او د ملکې (Queen) خطاب کړی او بله خوا ملالې ورته په ځواب (کلکه ملګرې) ویلې.

یاده دې وي چې ملالې په د مورنیو ژبو په نړیواله ورځ یوه ویډیو خپره کړې او ویلي دي چې نوموړې په پښتو، اردو او د انګلیش سربېره په څلورو ژبو خبرې کوي.

د ویډیو په پیل کې ملاله پخپله مورنۍ ژبه پښتو خپل ځان معرفي کوي او په پښتو سره وایي، چې زما نوم ملاله یوسفزۍ ده، د درویشتو کلونو ده او د پاکستان په سوات کې ژوند کوي، په مورنۍ ژبه پښتو خبرې کوي او د کورنۍ ټول غړي یې په پښتو خبرې کوي.

د ملالې په دې ویډیو میا خلیفه څرګندونه کړې او د ملکې خطاب یې کړی او په ځواب کې ورته ملالې د کلکې ملګرې نه ویلي دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …