په اندونیزیا کې یو ماهي نیوونکې یا ماهي ګیر یو داسې شارک ماهي نېولی، چې شکل یا څېره یې د انسان په ډول ده، دوه غټې سترګې لري او خوله او زنه یې د انسان سره ورته ښکارېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه انسان ته ورته شارک ماهي په اندونیزیا کې یو ماهي نیوونکې یا ماهي ګیر نېول او په ټولنیزو رسنیو یې ویډیو خپره کړې، چې یو شور یې راپورته کړی.
اصل کیسه داسې وه چې د اندونیزیا په ټینګرا ایالت کې د عبدالله نورن په نوم یو ماهي نیوونکي یا ماهي ګیر یو غټ ښځینه شارک نېولی، چې حمل یې درلود او کله یې چې خېټه ور څیري کړه، نو درې بچیان ور څخه راووتل.
ویل کېږي چې دوه د شارک بچیان د عادي شارک په څېر ول، خو دریم یې بیا د انسان په شکل و، چې دوه غټې ګردې سترګې لري او خوله او زنه یې د انسان په ډول سره ده، عبدالله نورن دغه نایابه ماهي له ځان سره ساتلی، نوموړی وایي چې ډېر خلک ور څخه د ماهي د اخیستلو غوښتنه کوي، خو دا یې په هیچا هم نه خرڅوي.