کورپاڼه / روغتيا / د شپې تر ناوخته پورې د ویخ پاتې کېدو له دې تاوان څخه خبر یئ؟

د شپې تر ناوخته پورې د ویخ پاتې کېدو له دې تاوان څخه خبر یئ؟

ځینې کسان د شپې تر ناوخته پورې د ویخ پاتې کېدو عادت لري، خو آیا تاسې هم په دې کسانو کې راځئ او د سهار پرمهال درته پورته کېدل ستونزمن وي؟

هغه کسان چې د شپې ژر وېده کېږي، د ښې روغتیا لرونکي او د ښه ژوند څښتنان وي، د فنلینډ ساینسپوهانو د ۱۹۶۶ کال د یوې څېړنې معلومات له ځان سره کړي او په شمالي فنلینډ کې په ۱۹۶۶ کال په زېږېدلو کسانو دغه څېړنه اوس هم دوام لري، چې له دولس زرو څخه ډېر کسان پکې شامل دي، چې پنځوس سلنه نارینه او پنځوس سلنه یې ښځینه ول.

په څېړنه کې شامل کسان کله چې د ۴۶ کلونو شول، نو د ژوند د مختلفو اړخونو لکه خوب، مجموعي او د ژوند د عادتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل او په دوو برخو یې وویشل یو یې هغه چې تر ناوخته ویخ ول او بل یې هغه چې وختي پورته کېدل.

څېړونکو وموندل هغ کسان چې وختي پورته ۴۶ سلنه، هغه چې نه وختي پورته کېدل او نه ناوخته وېده کېدل ۴۴ سلنه او ۱۰ سلنه یې بیا هغه کسان ول چې د شپې به تر ناوخته پورې ویخ ول او ښځې هم په لږ توپیر په همدې ډول وې او کله چې څېړنې وکړې نو و یې موندل چې هغه کسان چې د شپې تر ناوخته پورې ویخ ول ښه ژوند یې نه درلود.

دغه راز د لږ خوب ترڅنګ د بې روزګارۍ امکان یې هم ډېر و، ځکه چې د کار کولو وړتیاوې یې کمې وې، له دې وړاندې هم له څېړنو ورته پایلې راوتې وې چې دا څېړنه زړې پایلې تاییدوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …