د کراچۍ کنګز لوبډلې توپوهونکو ښه توپوهنه ترسره کړه، چې په دريمه لوبه کې يې دويمه بريا خپله کړه او د جدول لومړي مقام ته يې ځان ورساوه.
د پاکستان سوپر ليګ ٩مه لوبه د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کراچۍ کنګز پچه وګټله او ملتان سلطانز ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.
ملتان سلطانز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې جيمس وينس ٤٥، محمد رضوان ٤٣، سهيب مقصود ٣٤ ناسوځېدلې او کريس لين ٣٢ منډې ترلاسه کړې.
د کراچۍ کنګز له لوري ارشد اقبال ٢، ډينيل کريسچين، وقاص مقصود، محمد عامر او عماد وسيم ١-١ ويکټ واخيستې. محمد نبي ١ اور ترسره کړ او ١٥ منډې يې ورکړې.
د ١٩٦ منډو هدف د کراچۍ کنګز لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري بابر اعظم ٩٠ ناسوځېدلې، جو کلارک ٥٤، شرجيل خان ٢٧ او محمد نبي ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ملتان سلطانز له لوري شاهنواز دهاني ٢ او سهيل خان ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ترلاسه کړه.
د نننۍ لوبې په بريا سره کراچۍ کنګز دويمه بريا خپله کړه او د ٤ نومرو سره يې په جدول کې لومړى مقام خپل کړ، همدا راز ملتان سلطانز بيا په څلورمه لوبه کې دريمه ماتې هم وخوړه.
نن به بله لوبه د اسلام اباد يونايټيډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.