کورپاڼه / د لوبو راپورونه / زمبابوې له ټېسټ مخکې افغانستان ته خپل زور ښکاره کړ
سين ويليمس او اصغر افغان

زمبابوې له ټېسټ مخکې افغانستان ته خپل زور ښکاره کړ

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې يوه درې ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره شوه، چې زمبابوې پکې ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه او د ټېسټ لوبو له پيلېدو مخکې يې افغانستان ته خپل زور ښکاره کړ.

دا لوبه چې بې پايلې پاى ته ورسېده، زمبابوې پکې ٥٠٥ او افغانستان پکې بيا ٢٧١ منډې وکړې، چې په دريمه ورځ، يعنې نن دا لوبه پاى ته ورسېده.

لومړۍ پاڼۍ چې زمبابوې ترسره کړه، د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ٥٠٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيوين کسوزا ١٢٩، سين ويليمس ٨٦، سکندر رضا ٧٤، ريان برل ٦٥ او ويسلي ماديويري بيا ٥٦ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان له خوا محمد سليم ٢، شرف الدين اشرف، فريد ملک او ضيا الرحمان ١-١ ويکټ واخيستې.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د دريمې ورځې تر پاى پورې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧١ منډې وکړې، چې له ډلې يې منير احمد کاکړ ١٢٩ ناسوځېدلې، اصغر افغان ٥٠ او افسر ځاځي ٢٩ منډې ترلاسه کړې.

د زمبابوې له لوري ټيريپانو او مسکدزا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د مارچ په ٢مه نېټه پيلېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …