د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي يوسف پټان له کرکټ څخه استعفا ورکړه، د نوموړي په استعفا باندې د نورو لوبغاړو تر څنګ راشد خان هم ټويټ کړى دى.
٣٨ کلن يوسف پټان په ټويټر کې په خپل يو پېغام کې ويلي دي، چې اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې د خپل ژوند دې پاڼۍ ته ورکړم، نو زه اعلان کوم چې له هر ډول کرکټ څخه استعفا کوم.
I thank my family, friends, fans, teams, coaches and the whole country wholeheartedly for all the support and love. #retirement pic.twitter.com/usOzxer9CE
— Yusuf Pathan (@iamyusufpathan) February 26, 2021
يوسف پټان د ٢٠٠٧ کال نړيوال شل اوريز جام کې د پاکستان پر وړاندې لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته نوموړي ٥٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې.
نوموړى د ٢٠٠٧ کال نړيوال شل اوريز جام او د ٢٠١١ کال نړيوال جام کې د هند لوبډلې برخه و چې دا دواړه جامونه هند ګټلي و. نوموړى وايي، چې دوه ځل د هغه لوبډلې برخه وم چې نړيوال جامونه يې وګټل او د سچن ټنډولکر په خپلو اوږو وړل، زما لپاره د وياړ خبره ده.
Best wishes on your retirement. One reason of your life has ended and you are now stepping into the best reason yet. Strive to achieve and accomplish all your life’s goals and have fun as you do it . It was huge pleasure and fun to play along side you .@iamyusufpathan ❤️❤️❤️ pic.twitter.com/bRqYZXMYji
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) February 27, 2021
د يادولو وړ ده چې يوسف پټان او عرفان پټان دواړه د هند هغه پښتانه وروڼه دي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدلي دي او ډېر وياړونه يې خپل کړي دي.