د امریکا په ایریزونا ایالت کې یو ځوان له کار څخه د پټېدو لپاره د ځان تښتونې ډرامه جوړه کړې وه، چې ډېر ژر یې راز افشا او ونېول شو. راپورونه وایي چې د ایریزونا د ایالت د کولج ښار پولیسو ته د فبرورۍ په لسمه نیټه د یو نوولس کلن ځوان زنګ راغی.
ځوان د خپلو خبرو پرمهال وویل چې دوو مخ پټو کسانو تښتولی، لاس او پښې یې ورته تړلي او په یو وران ځای کې یې غورځولی، پولیسو د موبایل موقیعت سهي کړو او د پېښې ځای ته ورسېدل، نو ولېدل چې د ځوان لاسونه تړل شوي خو څوک ورسره نشته.
کله چې یې لاسونه خوشې کړل نو ځوان وویل چې دوو مخ پټو کسانو تښتوونکو کسانو په سر وهلی، لاسونه یې ور تړلي او غورځولی یې دی. دغه ځوان د تښتولو د سبب په بیانولو سره ویلي دي، چې تښتونکي د هغه پیسو په لټون ول، چې دی او پلار یې مالکان دي او پلار یې په کوم ځای کې پټې کړې وې.
له لږو څارنو وروسته پولیسو ته معلومه شوه چې سړی دروغ وایې او د تښتولو په بهانه یې ډرامه جوړه کړې وه، کله چې پولیسو ورسره له سختۍ کار واخیست نو ځوان وویل چې په یو شرکت کې کار کوي، نن ورځ یې زړه نه غوښتل چې کار ته لاړ شي، نو د تښتولو ډرامه یې جوړه کړه، چې بیا د پولیسو لخوا ونېول شو او شرکت هم له کار څخه وویست.