کورپاڼه / جالب / په پاکستان کې یوه واده شوې ښځه د نکاح له پاسه نکاح ته اړ ایستل شوې

په پاکستان کې یوه واده شوې ښځه د نکاح له پاسه نکاح ته اړ ایستل شوې

د پاکستان د کند کوټ په تنګواني سیمې کې یوه واده کړې ښځه چې مخکې یې واده شوی او نکاح یې هم ترسره شوې، په زور سره دویم واده او د نکاح له پاسه نکاح ته مجبوره شوې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه ښځه وروسته له هغې چې دویمې نکاح ته مجبوره شوه، پولیسو ته عارضه شوې ده.

د ښځې د وینا له مخې ویل کېږي، چې تره یې په اوه لکه پاکستانۍ کلدارې خرڅ او واده کړې، خو خپل خاوند یې ژوندی دی او په بهر ملک یا هیواد کې مزدوري کوي.

ښځه زیاتوي، چې یو کوچنی زوی هم لري او باید دوی وساتل شي ترڅو له کار څخه خوندي پاتې شي. بله خوا وراباڼو یا واده راغلو میلمنو د پولیسو د حوزې مخې ته پاڅون کړی او ویلي دي، چې ناوې باید بېرته ور کړل شي، خو د پولیسو مشر ورته په ځواب کې ویلي چې ښځه به سبا ورځ محکمې ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …